حکمتیار: افغانستان هیڅ ډول خپلواکي نه لري؛ په بشپړه توګه اشغال دی

کابل ټکی کام (جمعه ، ۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)

حکومت سره له یوځای کېدو وروسته یوځل بیا دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دافغانستان په اشغال اعتراف کړی.

ولسمشرۍ انتخاباتو ته کانديد او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې جګړه پای ته نه رسیږي؛ ځکه چې دا خاوره لاهم داشغالګرو تر تسلط لاندې ده.

نوموړي چې نن په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، په اسلامي هېوادونو کې چې اوس کوم جنګونه روان دي په دې ټولو کې د امریکا لاس دی، پکار ده چې ددې ناخوالو اصلي منبع(امریکا) سره تفاهم وشي.

حکمتیار وویل که ټرمپ دومره زورور وي له پوتین سره دې خپل زور و ازمايي نه له مظلوم افغان ولس سره.

نوموړي وویل د افغانستان ۴۰ کلن جنګ امریکا پر موږ تپلی دی. ده وویل افغانان هېڅ ډول خپلواکي نه لري او افغانستان په بشپړه توګه اشغال شوی دی.

حکمتیار دا څرګندونې له اوږد سکوت وروسته کړي چې دیوشمېر دولت پلوو غبرګونونه یې هم را پارولي دي، دوی نوموړی بې حافظې یاد کړی، او طعنه یې ورکړې چې دامهال هم داشغال شده دولت غړی او کاندید دی.

مربوطه مطالب

Back to top button