کابل ټکی کام (جمعه ، ۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وایي چې وسلوالو طالبانو دیوې سختې جګړې په نتیجه کې د غزني ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ امنيه قومندان او ګڼ شمېر دولتي سرتېري وژلي اوټپیان کړي دي.
د غزني ولایت مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ پر بې ځایه شوي مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې د دغې ولسوالي دامنيه قومندان سميع الله پوپل په ګډون درې تنه پولیس وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي دي.
بل پلو بیا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د خوګياڼۍ انتقالي ولسوالۍ ګڼې سیمې یې په بشپړ ډول نیولي او ۳۱ امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دولتي چارواکي د خپل امنیه قومندان او ګڼو سرتېرو وژل کېدل مني خو د ولسوالۍ سقوط او ګنو سیمو دنیولو په اړه څه نه وایي.


















