شکایاتوکمېسیون: نوماندان دې خپلې پانګې ثبت کړي؛ کنه حذف به شي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته خبر داری ورکړی چې ژر تر ژره باید خپلې پانګې ثبت کړي؛ کنه نشي کوی انتخاباتو کې برخه واخلي.

شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ټولو نوماندانو ته دا خبرداری ورکړی دی، او زیاته کړې ده چې د ټاکنیزو کمپاینونو برمهال باید دا کار تر سره کړي.

د یاد کمیسیون ویاند، قاسم الیاسي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، نوماندان باید د خپلې پانګې پر ثبت سربېره د کمپاین پر مهال د مالي سرچینو د ترلاسه کولو په اړه هم یاد کمیسیون ته بشپړ معلومات ورکړي.

هغه زیاته کړه که کوم نوماند دا کارونه ونه کړي، له سختو جریمو سربیره ممکن خیاین وپیژندل شي او له ټاکنو بهر کړل شي.

د ټاکنو له مهالوېش سره سم ټاکل شوې، سبا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندو اتلسو کسانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پیل شي او ۶۰ ورځې به دوام وکړي.

ځینې څېړونکو بیا دانتخاباتو له ځنډ خبر ورکړی.
دوی وایي، په دغسې حساسو شرائطو کې چې طالبان اوامریکایان یو توافق ته نږدې شوي؛ بهرنیان ټاکنې نه کوي، بلکه په یوه متبادله لار غور کوي ترڅو دټاکنو ځای ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button