عراق: امریکا منلې چې یو شمېر امریکایان د بغداد له ښار څخه لادرکه شوي دي

کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۸ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
په بغداد کې د امریکا سفارت منلې چې یو شمېر امریکایي وګړي د بغداد له ښار څخه تښتول شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي: «مونږ د عراقي فوځیانو سره په ګډه کوښښ کوو چې خپل کسان ژر تر ژره وژغورو او د دوی ځای ځایګۍ معلوم کړو.»
د عراقي چارواکو لخوا نا تایید شوي راپورونه کاږي، چې درې امریکایان او د هغوی یو ترجمان د جنوبي عراق څخه تښتول شوي دي.
مګر د امریکا سفارت تراوسه دا ندي په ډاګه کړي، چې څومره کسان یې، له کوم ځای څخه تښتول شوي دي.
په بغداد کې یوه چارواکي سي این این تلویزوني چینل ته ویلي دي چې درې امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ غیب شوي دي.
د شنبې په ورځ په عراق کې یوې کمپنۍ هم خبر ورکړی وو چې ددوی درې امریکايي کارکوونکي د څو ورځو راپديخوا لادرکه شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له ملک څخه بهر د امریکايانو ساتنه دوی ته له بل هرڅه مخکې دی.
په بغداد کې د امریکا د سفارت یوه چارواکي جیم مویلر ویلي دي، که چېرې دا پېښه یوه جدي تښتونه وي نو له دې سره به په عراق کې د پرمختګ کارونه په ټپه ودریږي.
له هغه وروسته چې امریکا په ۲۰۱۱ م کال کې خپل فوځونه له عراق څخه وایستل، زیاتره بهرنیان د شیعه او سني ازادي غوښتونکو له لوري تښتول شوي دي.
تېره میاشت هم په عراق کې د قطر د ښکاریانو یو ګروپ د خوب په حالت کې تښتول شوی وو چې په ګروپ کې یو ځوان د شاهي کورنۍ څخه وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button