ایران د بلې اټومې بټۍ د جوړولو خبر ورکړی

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۶زمری، ۱۳۹۸)

ایران په نږدې وخت کې د یوې بلې اټومي بټۍ د جوړولو خبر ورکړی دی.

د ایران رسنیو خبر ورکړی چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د بوشهر په ولایت کې دا هیواد دویمه اټومي بټۍ جوړه کړي.

د ایران د اټومي انرژۍ مشر “علي اکبر صالحي” ایرانی رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په راتلونکې میاشت کې به د دې بټۍ د جوړیدو کار پیل شي او په وینا یې چې د شپږو کالو په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي.

ده همدا راز خبر ورکړی چې په دې سره به موږ ۸ کاله وروسته د درېیمې اټومي بټۍ جوړولو ته پوره اماده شو.

ایران دا خبر په داسې حال کې ورکوي چې له واشنګټڼ او برېتانیا سره یې اړیکې خړې پړې شوي او د امریکا لخوا له سختو بندیزونو سره مخ دی.

ایران د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې خپل اټومي فعالیت چټک کړی او لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button