انجنير عمير وياړ
همغه اسلام چی د مکې له فتحې وروسته يې خپلو سر سخته دښمنانو ته ویلي یی دي چې:
ولاړ شئ، تاسو آزاد یاست
همغه اسلام بيا خپلو پيروانو ته قاطع امر کړى چې هغوى چې له خپلې سرتنبگئ نه اوړي:
ویی وژنی ولو که د کعبی په دیوالونو پوری ځانونه را ځوړند هم کړيي
کوم اسلام چی خپل پېغمبر ته په ډانگ پييلې ویلي چې:
که چیرته ته سخت زړی وی نو ستا د شا او خوا نه به خلک تښتیدلي وی
خو د همغه اسلام خليفه هارون بيا د انسانيت چوکاټ ته داخليددونکي غليم ته په خپل ليکلي پېغام کې په ډاگه ویلي چې:
(د امیر المؤمنین هارون نه د روم سپي ته) .
کوم اسلام چی د مدینی یهودو سره معاهده کړی.
همغه اسلام بيا د بنو قریظه یهود ذبحه کړي، خو هغه مهال چی د مسلمانانو پر ښځو يې زیاتی کړی ؤ.
زمونږ خوږ اسلام د نورانيانو لپاره نــــور او د جهنميانو لپاره تنور دى.
نور دی ټول بشريت ته لار رڼـا کوي
خو اور او تنور دی هغه چاته چې رڼا په غړيدلو سترگو ويني خو نه يې مني او بالاخره د مړې کولو هڅه يې هم کوي
والله متم نوره ولو کره الکافرون


















