(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۷)
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه په یوه مطلب کې ليکي، اشرف غني داسې مهال ولسمشرۍ ته د بيا ځلې انتخابیدو لپاره کمپاين پيل کړی چې په ټول په افغانستان کې نا امنۍ هم تر حده زياتې شوي دي.
ورځپاڼې ته ډيری افغانانو ويلي چې په راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو کې برخه نه اخلي ځکه چې حکومت ورته کار نه دی کړی د حسيني په نوم یو تن د کابل اوسيدونکی وايي: “ځکه انتخاباتو کې برخه نه اخلم چې حکومت زمونږ لپاره هيڅ کار نه دی کړی، مونږ حه احمقان نه یو چې بيا رایه ورکړو”.
دغه راز د محمد اشرف په نوم یو بل تن واي، د نا امنيو له امله به انتخاباتو کې د ګډون لپاره زړه ښه نه کړي.
پرون د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاين پيل شو چې د ټاکنو د څار بنسټونه يې په اړه اندېښنه ښيي په وينا يې ښايي په ټاکنو کمېسيونونو کې د حکومت لاسوهنه دغه انتخابات بحراني کړي.
له بله پلوه نوماندان هم شکایتونه لري چې حکومت ورته د امنيت لپاره امکانات نه دي برابر کړي او ټول دولتي امکانات یوازې د اشرف غني په ګټه کارول کيږي.















