کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وتلې ورځپاڼې ده هیل د یو تقاعد شوي امریکایي جنرال ډېنل مورګان له قوله لیکلي، امریکا باید په افغانستان کې خپلې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، ځکه دده په وینا په دې جګړه کې د امریکایانو د قربانیو لپاره هیڅ موجه دلیل نه شته دی.
هغه زیاته کړې، فغانستان کې د امریکایانو یوه تر ټولو ستره ستراتیژیکي خطا دا ده چې له دې هېواده ژر نه دي وتلي، داکار باید پخوا شوی وای.
نوموړي ویلي، دې هېواد کې پر روانه بې مانا جګړه په میلیاردونو ډالر لګېدلي دي چې امریکا ته یې هیڅ ګټه نه ده رسولې، نو باید نور په دې هېواد کې یو امریکایي عسکر هم پاتې نه شي.
نوموړي دغه راز ویلي، د افغانستان اردو د طالبانو د ماتولو وړتیا نه لري نو غوره ده چې د دې جګړې پر سوله ییز حل غور وشي.
نوموړي دغه راز په افغان جګړه کې د پاکستان رول ته اشاره کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا هېواد د هند له ویرې دوسلوالو ملاتړ ته دوام ورکوي.
ډېنل مورګان زیاته کړې، امریکا ته په کار ده چې ژر له دې هېواده ووځي خو پر طالبانو باید دا ومني چې دا هېواد به شاته نه ستنوي.
تردې وړاندې هم ډېری امریکایي ورځپاڼو دافغان جګړې دپای سپارښتنېې کړې وې، اوداجګړه یې دویتنامۍ ناکامې جګړې تکرار یاد کړی وو.
















