(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۸)
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د يوې پوځي الوتکې لويدو پيښه کې څلورويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې پيښه نن د سې شنبې په ورځ سهار مهال د راولپنډۍ په موراکولو سيمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، پوځي الوتکه د خلکو د استوګنې پر سيمه غوځيدلې چې پکې د دوو پيلوټلوټانو په شمول پنځه مامورين او ټول دولس تنه وژل شوي، دولس تنه نور ټپيان دي.
د پاکستان پوځ وايي، د دوی یاده الوتکه د تمرين په حال کې وه چې د پيښې ښکار شوه.
عيني شاهدان وايي، د الوتکې له لويدو مخکې يې په وروستنۍ برخه کې اور لګيدلی و چې له امله يې ځينې کورونو هم اور اخيستی خو زیاتوي چې اوس مهال اور مړ شوی او د پيښې ټپيان روغتونونو ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.
تر اوسه د الوتکې د لويدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
















