(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۸)
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، حج ته تلونکو کسانو باندې ديوال ړنګ شوی چې اووه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د حج او اوقافو د اطلاعاتو او اړيکو رئیس ناصرالدين دريځ وايي، پيښه د حج او اوقافو وزارت په هغه ودانۍ کې رامنځته شوې چې په کرایه يې نيولې وه او د حج ته تلونکو کسانو نومليکنه پکې کيدله.
نوموړی وايي، په یاده ودانۍ کې د دیوال ړنګيدو پيښه کې د حج درې زيارت کوونکي مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
















