(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۸)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د روان ۲۰۱۹م کال د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړی چې په وينا يې د جګړو له امله له درې نیم زره زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور کې راغلي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۳۶۶ ملکيان وژل شوي او ۲۴۴۶ ملکيان ټپيان دي.
که څه هم یوناما وايي، چې د ملکي مرګ ژوبلې یاده شميره د تير کال د همدې مودې په پرتله کموالی ښيي خو په وينا يې د لومړيو درېو مياشتو په پرتله په دوهمه ربع کې ملکي تلفات اووه ويشت سلنه زیات شوي دي.
یوناما وايي، که څه د جګړې ښکيلو غاړو د ملکي مرګ ژوبلې په راکمولو کې هڅې کړي خو په وينا يې دا کافي نه دي.
يوناما د تير کال په پرتله د ملکیانو د تلفاتو د لږوالي هرکلی کړی خو زياتوي دغه تلفات هم ټکان ورکوونکي او د نه منلو وړ دي.
یوناما ويلي، د قطر په بين الأفغاني کنفرانس کې د ملکي تلفاتو د کچې راکمولو ژمنې د ستاينې وړ دي او غوښتنه يې کړې چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارو چارو ته پام وکړي، په دې اړه بیړني ګامونه واخلي څو ملکي تلفات صفر ته راښکته شي.
د قطر د بين الأفغاني غونډې یوه ماده دا هم وه چې د جګړې ټول اړخونه به د ملکي تلفاتو د صفر ته راښکته کولو هڅې کوي خو له یادې غونډې وروسته په هیواد کې د ګډو ځواکونو له خوا ملکي تلفات زیات شوي دي.
















