کابل ټکی کام( سه شنبه، ۸زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایرانیانو هېڅکله هم کوم جنګ نه دی ګټلی خو په وینا یې مذاکرات یې هم نه دي بایللي.
ډونالډ ټرمپ په یوه تازه ټویټ کې ویلي: ” دا ښه په یاد ولرئ، چې ایرانیانو هیڅ جنګ نه دی ګټلی، خو دا هم واورئ چې هیڅ مذاکرات او معامله يې بایللې هم نه ده.”
په ورته وخت کې د امریکا یوه بل دیپلومات “جیسون ګرینبلاټ” هم د ایران په اړه تازه څرګندونې کړي او دا هیواد یې په سیمه کې د روان تاوتریخوالي په لامل تورن کړی دی.
ګرینبلاټ چې د اسرائیلو او فلسطین د جګړو د حل لپاره د امریکا ځانګړی استازی دی، دا خبرې د ایراني چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي چې ویلي وو، اسرائیل په هڅه کې دي چې د سیمې ثبات ته زیان ورسوي او په باور یې چې امریکا یې هم تر شا ولاړه ده.
د دې امریکایي چارواکي په ادعا چې ډونالډ ټرمپ په داسې یوه چاره کار کوي ترڅو د عملي کیدو په صورت کې سیمه د دې “جابر” نظام له منګولو وژغوري.
د یادونې وړ ده جې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو تاوتریخوالی ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې دی.

















