کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)
له هغې وروسته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، ټرمپ ورته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر کړی دی ارګ وایي، پومپیو ډاډ ورکړی چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شي.
دګډحکومت دمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي، پمپیو دغه ډاډ غني ته په وروستيو ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی.
صدیقي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ ویلي چې ټرمپ غواړي د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ پیل کړي.
د ویلو ده چې ټرمپ غواړي امریکایانو سره کړې وعده پوره کړي او په همدې توګه مخکې له ټاکنو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
یوشمېر لوړ پوړو امریکایي چارواکو او وتلیو ورځپاڼو هم دټرمپ له قوله ورته راپورونه ورکړی، اوټرمپ یې دې جګړې ته په تنګ نفسۍ تورن کړی.
دوی وایي، ټرمپ لکه څنګه چې اقتصاد پوه اودامریکا د لا ودانولو مجنون دی، په افغان جګړې لګول شوي لګښتونه دامریکا ناپوهي او غیر مؤثره ستراتیژي بولي، نوځکه ژر تر ژره دافغان خونړۍ جګړې پای غواړي.

















