لکه پتنګ غوندې دې ځان کړ لولپه شهیده

صابرجان محصل
لکه پتنګ غوندې دې ځان کړ لولپه شهیده
تا له خپل رب سره پوره کړله وعده شهیده
الله دې درکړي جنتونه په عقبی کې یاره
تا د دنیا خوندونه ترک کړلو جمله شهیده
شهیده! ته مو د سر تاج يې افتخار يې زمونږ
تا به په زړونو کې موږ ساتو همېشه شهیده!
پرون په ژړ مازدیګري رانه رخصت شوې یاره
نن دې رپاند په مزار وینمه جنډه شهیده
ته په تقوا او په غیرت باندې سنبال وې ګرانه
ته د ننګونو یو مثال وې عجیبه شهیده
دا چې بیرغ د لااله الاالله رپیږي
تا ترې قربان کړلو خپل ځان ټوټه ټوټه شهیده
صابر به تل د مېړنیو کارنامې لیکمه
د تاریخ پاڼې مو په تا ښکلې ښایسته شهیده



