کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دناټو ملکي استازي نیکولاس کې په وروستیو څرګندونو کې واضحه کړې، چې د سولې پر وړاندې ستر خنډ د ملي اجماع نه موجودیت دی، باید چې داجماع په رامنځته کېدا یوې تلپاتې سولې ته کار وشي.
کې زیاته کړې، د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د ملي اجماع نه شتون دی او افغان دولت لا هم په دې اړه نه دی توانېدلی چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو پیاوړی ټیم رامنځته کړي.
هغه دغه راز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پومپیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، له دې هېواده د بهرنیو او امریکایي ځواکونو وتل په شرایطو پورې اړه لري.
نیکولاس کې داڅرګندونې داسې مهال کړي چې راتلونکو څو ورځو کې به طالب اوامریکایي استازي یوځل بیا سره جرګه او یو روڼ برخلیک وټاکي، دې خبرو کې لاهم افغان دولت ځای نه لري.


















