غورځنګ
دا چې په دې وروستيو کې يعنې وروسته له هغه چې امريکا او طالبانو تر خپل منځ مذاکرات پیل کړي دي نو وخت نا وخته امریکا خپل متزلزل او مذبذب دريځ په ډاګه کوي، کله وايي چې سرتېري به له افغانستان څخه وباسي، کله بیا وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وېستل به ستره اشتباه وي، کله بيا داسې وايي چې که چېرته له افغانستان څخه مکمل سرتېري وباسي نو د امریکا استخباراتي کړۍ به بيا هم دلته فعالې وي.
خو دا چې زمونږ موضوع د مافوق او ماتحت د ډاډ ده نو خپلې موضوع ته راګرځو:
اصلاً خو که چېرته کوم څوک په بل هېواد باندې يرغل وکړي او په يرغمل هېواد کې بیا يو خپل ګوډاګی نظام هم رامنځته کړي، نو که څه هم د نظام مصارف او هر څه د يرغلګر په غاړه وي خو بيا هم يرغلګر بايد داسې يو نظام په دغه هېواد کې جوړ او عيار کړي چې له هغه نظام څخه پورته او په معياري لحاظ غوره او ښه وي کوم چې يرغلګرو په يرغمل هېواد کې ړنګ کړی دی.
همداشان په يرغمل هېواد کې بايد يرغګرو ته د هغوی ګوډاګی نظام د حالاتو په اړه ډاډ ورکړي نه دا چې يرغلګر ډاډ ورکړي.
له کومه وخته چې امریکايانو افغانستان اشغال کړی او دلته يې د کرزي په مشرۍ يو ګوډاګی او خونخوار نظام حاکم کړی دی، د دغه نظام مکمل هر څه د امریکايانو په لاس کې دي، دغه ګوډاګی نظام په يوه وړوکي امر کې هم خپلواک نه دی بلکې همېشه او هغه د چا خبره دقيقه په دقيقه له امریکايانو څخه امر اخلي او بيا فعالیت کوي.
بايد ووایو چې د بادار او غلام تر منځ حالاتو ته په کتو سره کله مافوق ماتحتو ته ډاد او تسکين ورکوي او کله کله بیا داسې وخت هم راځي چې ماتحت بايد مافوقو ته ډاډ ورکړي.
کله چې په هېواد کې امنيتي حالات کړکېچن وي او يا هم د حالاتو په اړه يرغلګر اندېښنه لري نو بايد چې ګوډاګيان يعنې ماتحت ډاډ ورکړي چې هر څه به سم کړي، او کله چې بيا په خارجي سطحه د غلام حکومت پر ضد څه خبره شي نو بايد يرغلګر يعنې مافوق غلامانو ته ډاډ اوتسکين ورکړي.
خو په افغانستان کې بيا لکه څنګه چې خبره په هر اړخ کې سرچپه ده نو په دې مورد کې هم هر څه سرچپه روان دي د دې پر ځای چې اوس بايد ماتحت (د غني ټيم) يرغلګرو امريکايانو ته ډاډ ورکړي چې حالات به د دوی په اصطلاح سم کړو او يا به هم سم شي، خو تاسو په وتلو کې بيړه مه کوئ! مګر اوس پمپيو (مافوق) ماتحتو يعنې د غني ټيم ته ډاډ ورکوي.
او هغه وخت کله چې بيا په غني او د ده په ټيم يعنې په ماتحتو د ډار او وېرې مرحله وه نو بيا برعکس غني ټرمپ ته عذرونه کول چې مصارف به کم کړو خو تاسو د پوځيانو په وېستلو کې عجله او تعدي مه کوئ!
نو حالاتو ته په کتو سره بايد په خپلو خپلو مواردو کې مافوق ماتحتو ډاډ ورکړي او همدا ډول پر خپل خپل وخت بايد ماتحت مافوقو ته ډاډ ورکړي.
مافوق اکثره په باندنيو مسائلو کې ماتحتو ته ډاډ ورکوي خو ماتحت بيا اکثره د خپل نظام او داسې نورو محدودو مسائلو په اړه مافوقو ته ډاډ ورکوي.
مګر افغانستان کې بيا نه مافوق ماتحتو د ډاډ وخت پېژني او له ماتحتو خو هسې هم خلک ګيله نه کوي ځکه چې که د ماتحتو ذهن او عقل تام او پوره وای نو غلامي به يې نه کوله.


















