(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۹)
د افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار اداره وايي، پر افغان پوځ ۸۴ ميليارده ډالره لګيدلي خو لا هم د تخنيکي او مسلکي پلوه بهرنيو مرستيو ته اړتيا لري.
د سيګار مشر جان ساپکو پرون په واشنګټن کې د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز کې د خبرو پر مهال وويل، چې افغان حکومت کې اداري فساد لا هم یوه ستونزه پاتې ده او په دغه هيواد کې يې نا امني زياته کړې ده.
نوموي ويلي، سيګار د افغان حکومت د اداري فسادضد ستراتيژي اروزلې، په دې اړه په یوه راپور کار روان دی چې د کانګرس له خوا هم غوښتل شوی دی.
ساپکو د خپلې وينا پر مهال وويل، چې د افغان پر امنيتي ځواکونو ۸۴ ميليارده ډالره ولګيدل خو لا هم د دې جوګه نه دي چې په خپل مټ له مسلکي او تخنيکي پلوه خپلې دندې پر مخ يوسي بلکې بهرنيو مرستيو ته اړتيا لري.
د ساپکو په خبره، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د ادارو تر منځ د هماهنګۍ، د لګښتونو د څارنې د نه شتون له امله افغان امنیتي او دفاعي څانګو ته د معيارو په رامنځته کولو کې مؤثرې نه دي ثابتې شوي.
د ساپکو په وينا، دوهمه مسئله چې لويه ستونزه ورته ويل کیدای شي دا ده چې د عدليې وزارت په سوونو سلاکاران ورغلل، سلا مشورې يې ورکړې خو یادښتونه يې نشته او د کار په اړه يې هيڅ معلومات نشته چې دا کار د منابعو د بې ځایه لګښت په معنا دي.
تر دې وړاندې هم د ځينو پرمختللو وسلو، الوتکو او شپنیو عملياتو په اړه په راپورونو کې ويل شوي چې افغان پوځ يې د کارولو او ترسره کولو وړتيا نه لري.


















