ننګرهار: ګډو ځواکونو ليسه ویجاړه او شپږ ملکيان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۹)

د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو ملکي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، دغه عمليات تيره شپه د ګندومک په سيمه کې ترسره شوي چې پر مهال يې د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي، د خلکو څاروي يې وژلي، او په بمبارۍ کې يې د یادې سيمې ښوونځی هم ويجاړ کړی دی.

د ګندمک د قاضي کلا اوسيدونکی رحمان ګل وايي، د چاپې عسکرو د خان سید په نوم یو موټر چلوونکی، حاجي حبيب الله، د سيمې د یوه مخور ملا عبدالباري درې زامن او یو زوم وژلي او دوه تنه نور ټپيان دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، یادو کسانو هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړيکې نه لرلې.

د ننګرهار چارواکي هم تاييدوي چې په یاده سيمه کې عمليات شوي خو تر اوسه يې د ملکيانو د وژل کيدو په تړاو څه نه دي ويلي.

له تيرې ډيرې مودې راهيسې د هيواد په بیلابیلو سيمو کې د ګډو ځواکونو له خوا په ملکي میشت ځايونو شپني عمليات ترسره کيږي چې تر ډيره يې قربانيان ملکي وګړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button