فراه: د مسافرو پر بس موټر ماین چاودنې ۳۷ کسان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۹) 

د فراه ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې په مسافر وړونکي ۳۰۳بس موټر چاودنې اووه ديرش کسان وژلي او اوولس تنه نور ټپيان دي.

د فراه د والي وياند فاروق بارکزی وايي، پيښه نن د چهارشنبې په سهار د بالابلوک ولسوالۍ مربوط په أب خرما سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زياتوي، دغه موټر له هراته کندهار ته روان و په وينا يې د پيښې قربانيانو کې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.

ځينو سرچينو د ۲۸ کسانو د وژل کيدو او لس نورو د ټپي کيدو راپور ورکړی دی.

خو د هرات د امبولانس مشر ډاکټر ابراهيم محمدي بيا وايي، د پيښې له ځایه د څلور کسانو د وژنې راپور تثبيت شوی خو ويل کيږي چې تر ديرشو زيات کسان پکې وشوي او يو شمير نور ټپيان دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ماین د چا له خوا ايښودل شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button