کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۹زمری، ۱۳۹۸)
د افغان سولې په اړه د مشرانو جرګه وایي چې حکومت د سولې په خبرو کې یو طرفته دی او هېڅ معلومات پرې نه لري.
د مشرانو جرګې غړي دا خبره په داسې حال کې کوي چې د سولې په اړه څو ځل د حکومت خبرې له حقیقته لرې ثابتې شوي دي.
دوی د سلام رحیمي د سولې په اړه وروستۍ خبرو ته اشاره کړې او هغه یې د خپلې دعوې د اثبات لپاره وړاندې کړي دي.
سلام رحیمي ویلي وو چې په دوو اونیو کې به افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې او مذاکرات پیل کړي.
د مشرانو جرګې غړو ویلي د سلام رحیمي دا خبرې د طالبانو او زلمي خلیلزاد له لوري رد شوې.
خلیلزاد د سلام رحیمي د دې خبرو نه وروسته په یوه وضاحتي ټویټ کې په ډاګه کړه چې بین الافغاني مذاکرات به د دوی او طالبانو ترمنځ له موافقې وروسته پیلیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه په یوه ټویټ کې ویلي وو: “بین الافغاني مذاکرات به د ټولو سیاسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټیم سره وي، د کابل اداره به د حکومت په حیث نه بلکې د نورو سیاسي جهتونه په څیر یو جهت وي او دا کار به له امریکایانو سره د مهال ویش تر اعلان وروسته کیږي.”
د یادونې وړ ده چې په نږدې څو ورځو کې به خلیلزاد یو ځل بیا په قطر کې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
ویل کیږي د دا ځل مذاکراتو پای به برخلیک ټاکونکی وي.


















