کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۹ زمری ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان کې د ناروې سفیر کيجلتورمود پیټرسن ویلي چې هېواد یې د افغان سولې په اړه هر راز همکاریو ته چمتو دی.
نوموړي زیاته کړې، که دواړه جهتین غواړي چې مخامخ خبرې وکړي؛ هیواد یې د مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دی.
نوموړي دا خبرې نن په سپیدار ماڼۍ کې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.
له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې اجراییه رییس د ناروې هېواد له هر اړخیزو مرستې مننه کړې او د سولې برخه کې یې د دې هېواد رول مهم بللی دی.
سرچینه کاږي، پیټرسن ډاډ ورکړی دی چې هېواد یې په هر اړخیزه توګه له افغانستان سره مرستو او همکاریو اولویت ورکوي.
داپه داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نږدې دوه ورځوکې طالب او امریکایي ټیمونه اتم پړاو مذاکرات پیل کړي، څېړونکي دا پړاو برخلیک ټاکونکی او لاسلیک کونکی بولي.


















