کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۹زمری، ۱۳۹۸)
د هرات او کندهار ترمنځ په لویه لار د فراه په آب خرما سیمه کې نن سهار په یو مسافر وړونکي موټر چاودنه وشوه چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سرچینو په وینا چې په دې پیښه کې ۳۴ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دې پیښې په اړه ژوره خواشیني ښودل شوې او له کورنیو سره یې په دې غم کې ځان شریک بللی دی.
طالبانو ډاډ ورکړی چې د دې پیښې پلټنې به کوي او له عاملینو سره به یې شرعي او جدي چلند ترسره کیږي.
د طالبانو په ټکو: “اسلامي امارت په دې اړه یو هيئت سیمې ته لیږلی، ترڅو دقیقه معلومه کړي چې دغه خواشینونکې پيښه د چا لخوا، ولې او د څه شي له امله رامنځته شوې، له پلټنو څخه وروسته به د پيښې له عاملينوسره شرعي او جدي چلند کیږي.”


















