د زکات مسائل (۸۸ مه برخه) د ائمه ثلاثه ؤ استدلال

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
د ائمه ثلاثه ؤ استدلال د حضرت انس رضي الله عنه په مذکور حديث سره دی، هغه فرمايي : که چيرته خلطة الشيوع يا خلطة الجوار د زکوة په واجب مقدار کې موثر نه وای نو له جمع او تفريق څخه به منع نه وای شوې او نه به په يوه بل باندې د رجوع حکم وه، ځکه چې جمع او تفريق او همدا رنګه په يوه بل باندې رجوع د ډيرو شريکانو په صورت کې ممکن دی، او ډير شريکان هله معتبر کيدلای شي کله چې خلطة الشيوع او خلطة الجوار معتبر ومنل شي ([1]).
د احنافو دلايل
(۱) قوله تعالی : )خذ من اموالهم صدقة تطهرهم …..الاية( له دې آيت څخه معلومه شوه چې د زکوة مدار په ملک باندې دی او هغه د دې سبب دی، ځکه چې هيڅ کس د بل چا د مال په ذريعه پاک صاف کيږي نه، بلکې يواځې په خپل ذاتي مال سره هغه ته پاکي او صفايي حاصليږي ([2]).
(۲) همدا رنګه په حديث شريف کې راغلي : )فان لم تبلغ سائمة الرجل اربعين فليس فيها شئ( ([3]) په دې حديث کې له څلويښتو څخه په کمو بزو کې مطلقاً له وجوب زکوة څخه منع شوې، نو معلومه شوه چې خلطه او انفراد په دواړو صورتونو کې د ملک په اعتبار سره د نصاب کامل کيدل د وجوب شرط دی.
د ائمه ثلاثه ؤ د استدلال ځواب
په مذکور حديث کې له مجتمع څخه مراد مجتمع فی المکان نه دی، بلکې مجتمع فی الملک دی، همدا رنګه له متفرق څخه متفرق فی الامکنه نه دی، بلکې متفرق فی الاملاک دی، او په دې باندې قرينه يو ذکر شوي دلايل دي، دويمه قرينه دا ده چې که چيرته يو نصاب په يوه ملک کې وي نو دا بالاتفاق جمع کيدلای شي ولو که هغه په متفرق ځايونو کې وي، معلومه شوه چې د زکوة په باب کې ملک لره اعتبار دی نه مکان لره، لهذا متفرق فی الملک مال دې نه سره جمع کيږي اګر که هغه په يوه مکان کې مجتمع وي ([4]).
همدا رنګه په مبسوط سرخسي کې تصريح شوې )والمراد به الجمع والتفريق فی الملک لا فی المکان لاجماعنا علی انه اذا کان فی ملک واحد نصاب کامل فی امکنة متفرقة يجمع( ([5]).
همدا رنګه امام ابن الهمام رحمه الله فرمايلي : )اذالمراد الجمع والتفريق فی الاملاک لا الامکنة الا تری ان النصاب المفرق فی امکنة مع وحدة الملک تجب فيه الزکوة( ([6]).
په زکوة کې څه ډول ځناور اخيستل کيږي
مسئله : کوم وخت چې زکوة ورکونکی د ځناورانو زکوة ورکوي او زکوة اخيستونکی زکوة اخلي نو په ځناور کې د لاندنيو ځانګړتياوو مد نظر ساتل پکار دي :
کوم ځناور چې په زکوة کې ورکول کيږي په هغه کې به هيڅ عيب نه وي، يعنې نه به ناروغ وي، نه به مات ګوډ وي، نه به دومره زوړ وي چې د هغه غاښونه لويدلي وي، لنډه دا چې په هغه کې به هيڅ داسې عيب نه وي د کوم له امله چې د هغه په ګټه او قيمت کې کمی راځي.
البته په يوه صورت کې عيب لرونکی ځناور په زکوة کې اخيستل کيدلای شي، هغه دا که چيرته ټول ځناوران زاړه وه، يا ټول ناروغ وه، يا ټول عيبجن وه، نو د زکوة اخيستونکی دې له هغو څخه زکوة واخلي او څښتن دې د روغ جوړ ځناور اخيستلو ته نه مجبوروي، ځکه چې د زکوة اخيستل له هغه مال څخه پکار دي په کوم چې زکوة راغلی وي.
اصل خبره دا ده چې که چيرته په زکوة کې عمده ځناور واخيستل شي نو دا د څښتن لپاره نقصان دی، او که چيرته خراب ځناور واخيستل شي نو دا د مستحقينو په حق کې ضرر دی، نو له همدې امله د عدل او انصاف تقاضا او غوښتنه دا ده چې درميانه او متوسط ځناور واخيستل شي ([7]).
په تجارتي ځناورو کې د زکوة حکم
پوښتنه : يو کس د بزو تجارت کوي، څلويښت پنځوس بزې موجودې وي، مګر د اخيستلو او خرڅولو له امله بدليږي او رابدليږي، هيڅ بزه ټول کال نه پاتې کيږي، همدغه بزې په ځنګل کې څري، پوښتنه دا ده چې په دا ډول بزو کې زکوة شته او که نه؟.
ځواب : د همدغو بزو په زکوة کې بزه واجب نه ده، بلکې د نورو تجارتي مالونو په څير د همداسې بزو قيمت دې ولګول شي او د هغه څلويښتمه برخه دې په زکوة کې ورکړی شي ([8]).
په ميښو باندې زکوة دی او که په شيدو باندې
پوښتنه : يو شمير خلک د تجارت په نيت ميښې ساتي، د کومو شيدې چې خرڅوي، مګر د هغو لپاره د وښو او نور خوراک لکه دانې وغيره انتظام په خپله کوي، څري نه، نو آيا په همداسې صورت کې زکوة شته او که نه؟.
ځواب : که چيرته د ميښو تجارت هم کوي نو د نورو تجارتي مالونو په څير په هغو کې هم زکوة لازمي دی، يعنې د ټول کال له تيريدو وروسته چې د څومره قيمت ميښې موجودې وي د هغه څلويښتمه برخه دې په زکوة کې اداء کړي، د کال په مينځ کې کوم څه يې چې خوړلي څښلي، يا يې ګټلي او خوړلي، يا يې مصرف کړي د هغو حساب په زکوة کې نه کيږي، او که چيرته د ميښو تجارت نکوي، بلکې د هغو د شيدو تجارت کوي نو بيا په ميښو باندې زکوة لازمي نه دی، بلکې د شيدو کومې روپۍ چې د کال له پوره کيدا وروسته موجودې وي په هغو کې زکوة لازمي دی ([9]).
د بزو او ميږو د زکوة نصاب
پوښتنه : کومې بزې چې د باندې څري او د تجارت لپاره نه وي، د هغو د زکوة حساب څه دی؟ او په څومره بزو کې يوه بزه واجب دی؟ د بزو او د ميږو حکم يو دی که څه توپير (فرق) پکې شته؟.
ځواب : په څلويښو بزو باندې يوه بزه يا يو سيرلی واجب دی، له څلويښو څخه تر يو سل شلو پورې همدا واجب دی، بيا له يو سل يويشت څخه تر دوه سوه پورې دوه بزې، بيا له دوه سوه يو څخه تر دوه سوه نه نوي پورې دری بزې، بيا تر څلور سوه پورې څلور بزې، له دې وروسته په هر سلو باندې يوه بزه واجب دی، د ميږو هم همدا حکم دی، که ميږې او بزې ګډې وي نو هم همدا نصاب دی، البته د زکوة په ورکولو کې دا توپير (فرق) شته چې په ميږو او بزو کې چې کومې زياتې وي نو په زکوة کې به د همغو ځناور ورکوي، او که چيرته دواړه برابر وي نو بيا اختيار دی که له اعلی قسم څخه د ادنی قيمت ځناور ورکوي او که له ادنی قسم څخه د اعلی قيمت ورکوي ([10]).
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : څلور وروڼه دي، د ټولو په ملکيت کې يو سل اويا ميږې او بزې دي، پوښتنه دا ده چې آيا په دوی باندې د اختر قرباني واجب دی او که نه؟ او آيا دوی به د ټولو ميږو او بزو زکوة ورکوي او که نه؟.
ځواب : چونکه څلويښت ميږې او بزې شرعي نصاب دی، او د عارضي ويش (تقسيم) په وخت کې په دوی کې هر يو ورور د نصاب څښتن دی، لهذا په ټولو وروڼو باندې زکوة او قرباني واجب دی ([11]).
([1]) والبسط فی المغنی لابن قدامة، ج : ۲، ص : ۲۴۸، مسئلة : ۱۷۲۴.
([2]) فيض الباري، ج : ۳، ص : ۲۵، باب لايجمع بين متفرق.
([3]) الحديث اخرجه ابو داؤد فی سننه، ج : ۱، ص : ۲۱۹، باب فی زکوة السائمة.
([4]) عمدة القاري، ج : ۹، ص : ۱۰، باب لايجمع بين متفرق.
([5]) المبسوط لشمس الدين السرخسي، ج : ۲، ص : ۱۵۴، کتاب الزکوة وفيه زکوة الابل.
([6]) فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۷۴، باب صدقة السوائم، فصل فی الابل، له نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح څخه، ج : ۳، ص : ۱۷۹ – ۱۸۶.
([7]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۶۲ – ۱۶۳، بحواله : فقه الزکوة، ج : ۱، ص : ۲۸۴، فقه الزکوة، ج : ۱، ص : ۱۹۰.
([8]) مسايل رفعت قاسمۍ، ج : ۵، ص : ۱۷۲.
([9]) فتاوی محمودیه، ج : ۹، ص : ۴۲۸، بحواله : الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۱۷۸، کتاب الزکوة، وکذا فی تبيين الحقائق، ج : ۲، ص : ۷۷، باب زکوة المال، وکذا فی البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۹۳۸، باب زکوة المال.
([10]) مسايل رفعت قاسمی، ج : ۵، ص : ۱۷۰ – ۱۷۱.
([11]) فتاوی فريديه، ج : ۳، ص : ۴۳۹، بحواله : فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۷۸، الفصل الرابع فی زکاة الغنم، الباب الثاني فی صدقة السوائم.



