شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقې احتمال، د امریکايي ځواکونو وتل او بين الأفغاني مذاکرات

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 1, 2019
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, راپور تاژ
0
163
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: عبدالرحمن

د امريکا او طالبانو تر منځ د موافقې احتمال:

له دوو اوونيو ځنډ وروسته يو ځل بيا د امريکا او طالبانو تر منځ مذاکرات نن د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې پيلېږي.

په دغه مذاکراتو کې د امريکا او طالبانو تر منځ په شويو هوکړو د موافقې او نهايي کولو احتمالات هم شته.

د افغان سولې په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون وويل، چې د امريکا د استازي په توګه يې په افغانستان کې تر ټولو ګټور سفر پای ته ورساوه او د افغانستان او امريکا تر منځ په راتلونکو ګامونو موافقه شوې:

“له هغه وخت راهیسې چې د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه مې کار پیل کړی، تر ټولو ګټور سفر په افغانستان کې پای ته رسوم. متحده ایالتونه او افغانستان پر راتلونکو ګامونو موافقه کړې، مذاکرتي پلاوی او تخنیکي ملاتړې ډله د وروستي کېدو په حال کې ده”.

خلیلزاد وايي، په کابل کې يې تر يوې مودې تيرولو وروسته قطر ته اراده کړې څو له طالبانو سره وګوري خو له هغه مخکې په اسلام اباد کې هم یوه دمه لري زياتوي هغه هوکړه به نهايي کړي چې تر دې دمه يې پرې کار شوی:: “زه د دوحې په لور روان يم خو په اسلام اباد کې به دمه ولرم. په دوحه کې، که طالبان د خپل اړخ چارې تر سره کړي موږ به خپلې چارې تر سره کړو، او هغه هوکړه به نهایي کړو چې تر اوسه مو کار پرې کړی دی”.

په عين حال کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، چې ښايي امريکا سره په دغه مذاکراتو کې یوې موافقې ته ورسيږي.

نوموړی وايي، دواړو خواوو د تير یوه کال راهيسې د سولې په هلو ځلو کې پرمختګ کړی او د مهمو موضوعاتو حل ته نږدې شوي په وينا يې “د طالبانو مذاکراتي ډلې د خپلې برخې کار بشپړ کړی، امريکا پورې اړه لري چې د هغوی مذاکراتي ډلې څومره پرمختګ کړی او د موافقې نهايي کولو لپاره څومره اماده دي”.

ويل کيږي، د طالبانو او امريکا تر منځ د موافقې د لاسليک پر مهال د ضمانت کوونکو په شکل ښايي چين، روسيه، ملګري ملتونه ، ايران او پاکستان هم شتون ولري.

د امريکايي ځواکونو ايستل:

امريکا د تير یوه کال راهيسې له طالبانو سره په افغانستان کې د جګړې ختمولو او امريکايي ځواکونو وتلو پر سر خبرې روانې کړي دي.

د طالبانو او امريکا استازو تر منځ ځينې هوکړې شوي چې د امریکايي ځواکونو وتل هم پکې شامل دي خو د خليلزاد په وينا تر اوسه پر دغه هوکړو لاسليکونه نه دي شوي.

څه موده مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و چې په ۲۰۲۰کال کې به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل پيل کړي.

خو نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي، څومره چې ژر کيدلی شي او امکان ولري بايد ټول ځواکونه له افغانستانه وايستل شي.

ټرمپ ويلي، چې امريکايي ځواکونه بايد په دومره اوږده جګړه کې نه وای ښکیل خو تر دې وروسته يې نوره ښکېلتيا هم د امريکا په تاوان ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امريکايي ولسمشر ټرمپ ترې غوښتي چې افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو مخکې د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير پيل کړي او دا کار به یوازې امريکا نه کوي بلکې د هغوی شريکان به هم د امريکا غوندې تصميم نيسي.

بين الأفغاني مذاکرات:

له امريکا سره د ځواکونو د ايستلو تر احتمالي موافقې وروسته ښايي بين الافغاني مذاکرات پيل او د یوه جامع اوربند په اړه پکې خبرې وشي.

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې نوی د اشرف غني له لوري تشکیل شوی ويلي، د بين الافغاني مذاکراتو لپاره يې پنځلس کسيز پلاوی ټاکلی دی.

د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د یاد پلاوي په ترکيب کې سياسي، ټولنيزه او قومي تنوع په پام کې نيول شوې او د افغانستان اسلامي جمهوريت استازيتوب به کوي.

طالبانو په خپلو مخکنيو اعلاميو کې د کابل اداره ګوډاګۍ بللې او د امريکا په موجوديت کې يې هغوی سره خبرې بې ګټې بللي دي.

خو تيره مياشت د طالبانو د مرکچي پلاوی یوه غړي شير محمد عباس ستانکزي ويلي و چې امريکا سره د امريکايي ځواکونو د وتلو تر موافقې وروسته بين الافغاني مذاکرات کيدلای شي چې د کابل ادارې چارواکي به هم د یوه سياسي جهت په څير پکې ګډون ولري.

په بين الافغاني مذاکراتو کې به د مهمو سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او ښځو استازو په شمول د کابل ادارې چاراکي هم برخه ولري.

په داسې حال کې د امريکا او طالبانو تر منځ د احتمالي موافقې راپورونه ورکول کيږي چې دا مهال په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاينونه پيل شوي خو ويل کيږي لا هم ډيری نوماندانو خپل کمپاينونه په دې موخه نه دي پيل کړي چې ښايي ولسمشرۍ ټاکنې ونه شي او مصارف به يې بې ځايه ولاړ شي.

مخکینې مطلب

خليلزاد: طالبانو سره به هغه هوکړه نهايي کړو چې کار مو پرې کړی

بل مطلب

سریال ایرانی «گاندو» و نیش و کنایه زهر دار به طالبان

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
افغانستان

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

وروستي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com