کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۰زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، څومره ژر چې کیږي له افغانستانه به خپل ځواکونه راوباسم او دې لیونۍ جګړې ته به د پاي ټکی کیږدم.
ټرمپ ویلي چې د افغانستان د جګړې د اختتام په اړه له خپلو چارواکو سره په مهمو خبرو بوخت دی.
نوموړي چې له یوې امریکایۍ رسنۍ سره یې خبرې کولې، ویلي چې د افغانستان جګړه باید له سره شروع شوې نه وای او په ټکو یې چې په دې جګړه کې امریکا هېڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې.
ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې څه وخت مخکې یې ویلي وو، د افغانستان جګړه د لس میلیونه کسانو په وژلو سره په یوه اونۍ کې ختمولی شي.
د یادونې وړ ده چې زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسیدلی او له طالبانو سره به د اووم پړاو دریدلې خبرې په یوه هوکړه لیک سره پای ته ورسوي.
دا ځل خبرې زیاتې مهمې او برخلیک ټاکونکې بلل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم تیره ورځ وویل چې په راتلونکو څو اونیو کې به مهم زیری واورئ.
















