ایراني چارواکي: ټرمپ نه غواړي چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۸)

وروسته له هغه چې امریکا د ایران په بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بندیزونه ولګول، د دې هیواد د چارواکو غصه یې نوره هم راپارولې ده.

ایراني چارواکو خبر ورکړی چې ډونالډ ټرمپ په دې اقدام سره وښوده چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کول نه غواړي.

د دوی په وینا چې موږ مخکې هم د امریکا په اړه ویلي وو چې په سیمه کې تشنج رامنځته کوي او په ټکو یې چې د امریکا وروستیو اقداماتو وښوده چې دا هیواد څومره کړکیچ ته هوا ورکوي.

ایران ډاډ ورکړی چې دوی به د امریکا د بندیزونو په خلاف سرټیټ نه کړي او خپله دفاع ته پوره چمتوالی لري.

د یادونې وړ ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دي او کړکیچ نور هم زیاتیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button