خلیلزاد: دافغان سولې لپاره لازمه ده چې پاکستان اوافغانستان یوبل ته دګواښ نه پیښېدو ډاډ ورکړي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام آباد ته په خپل سفر کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د ورورۍ فضاء د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

خلیلزاد زیاته کړې، د سولې راوستو لپاره اړتیا ده، چې کابل او اسلام اباد ډاډ ورکړي چې له خپلې خاورې یو بل ته ګواښ نه پېښوي.

خلیلزاد د پاکستان له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنه کې په سوله کې د اسلام اباد پر ونډې او په دې بهیر کې د دغه هېواد پر مثبتو ګامونو غږیدلی دی.

زلمی خلیلزاد پاکستان ته له خپل سفر وروسته نن قطر ته لاړ چې له طالبانو سره پر افغان سوله د خبرو بل پړاو کې ګډون وکړي.

داپړاو ترټولو مثبت ښودل شوی. څارونکي وایي، که اتم پړاو د ورکړل شویو رپوټونو په اساس رښتیاهم بریالی وي! دښو زېرو او هوکړو شاهدان به اووسو.

مربوطه مطالب

Back to top button