کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)
نن دوسلوالو طالبانو اوامریکایي لوري ترمنځ اتم پړاو مذاکرات پیل شول. تمه ده چې دامذاکرات به په یوې ښکاره توافق نامې پای ته ورسیږی.
دهېواد په داخل، خارج اونورو ممالکو کې ډېری وګړی هیله لري چې ګواکې دا پړاو به آخري او برخلیک ټاکونکی وي.
خلیلزاد او طالبانو دواړو دې پړاو ته شنه څراغونه ورکړي، په هغو موضوعاتو چې بحثونه پرې شوي؛ له احتمالي لاسلیک خبر ورکړی دی.
دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند نن له مازیګر وروسته په خپل ټویټ کې روانو مذاکراتو ته اشاره کړې، اود راتلونکي په اړه یې وضاحت ورکړی.
شاهین لیکلي《نن مو مذاکرات پیل کړل ممکن څو ورځي جریان پیدا کړي.
که توافق نامه نهایي شي نو له مخې به یې په ټاکلې موده کې ټول بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووزي》.
شاهین دافغاني جهت په اړه زیاته کړې چې دبهرنیانو تر وتلو وروسته به《له افغاني جهتونو سره مذاکراتو ته لاره خلاصه شي》.


















