ټرمپ ارګ ته ایله پرون وضاحت ورک
سرلیکنه
څو ورځې وړاندې ټرمپ مطبوعاتي غونډې ته په یوه وینا کې یوه ډرټه وویشته چې ګوندی دی کولای شي په لسو ورځو کې د لسو ملیونو افغانانو په وژلو د افغانستان جګړه پای ته ورسوي خو داسې کول نه غواړي.
د ټرمپ دا ډرته د دې لپاره وه څو خپل شرم پدې ډول څرګندونو سره پټ کړي، یو څوک چې رښتیا هم جګړه ګټلی شي هیڅکله یې تر 19 کلونو نه غځوي ، نه خپل زرګونه سرتیري پرې وژني او نه هم خپل ملیونونه ډالر پرې مصرفوي، خو دا معلومه خبره ده چې امریکا په افغانستان کې له همغسې شرمیدلي ماتې سره مخ شو لکه تر ده دمخه چې شوروي اتحاد او له هغوی مخکې انګلیسي استعمار او تر هغوی مخکې یې ګوډ تیمور او چنګیزیان ورسره مخ شوي وو او په ټیټو او شرمیدلو سرونو له دې هیواده په ځغاسته تښتیدلی وو.
خو دا مهال چې امریکا له ورته شرم او سپکاوي سره مخ شوې ده، نو د دې لپاره چې د نړیوالو پام بل پلو ته واړوي او دې ته یې واړوي چې په درواغه ورته وښیي چې ګوندې امریکا نه ماتیدونکې ده خو که جګړه ګټي نو افغانان وژل کیږي، حال دا چې د افغانانو پر یو ډول وژلو یې هم صرفه نده کړې.
هغه مهال چې ټرمپ خپله ډرته وویشته نو ټول افغانانو په یوه خوله ټرمپ ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل، له طالبانو نیولې آن تر سیاسیونو او ډیری دولتي او حکومتي مقامونو، او عامو خلکو، خو یواځې ارګ و چې د ملت په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره یې یوه ډیره سسته او له شرمه ډکه اعلامیه خپره کړه او د ټولې محتوا بنسټیز ټکی یې یواځې همدا و چې ارګ له امریکا څخه د ټرمپ د دې خبرو وضاحت غوښتی.
خو اصلي خبره داده چې هیڅ امکان نلري چې یو حلقه بګوش غلام دې له خپل بادار نه د کومې خبرې وضاحت وغوښتی شي، خو ځینې مبصرینو بیا د ارګ د وضاحت غوښتلو په اړه په ملندو وویل چې د ارګ مطلب دادی چې له ټرمپ نه وغواړي چې وضاحت ورکړي چې لس ملیونه افغانان ټول یو ځای وژنئ که یو یو؟ او حلالوۍ یې او که پو ټوپکونو یې ولئ؟ او داسې نور؟
خو که ارګ رښتیا هم په حقیقي ډول رسمیات درلودای نو در ننه به امریکا رښتیا هم د رښیتا یا درواغو وضاحت ورکړی و، خو دا چې امریکا د فرعون په څیر نور د خدایۍ ادعا ته نږدې شوې ده، د ارګ اعلامیې ته هیڅ ډول اعتنا هم ونکړه، او بالآخره پرون ټرمپ بیا ځلې خپله تکرار کړه خو په لږ توپیر سره او هغه دا چې پخوا یې لس ورځو کې لس ملیونه افغانان وژل خو دا ځل یې ارګ ته وضاحت ورکړ چې په لس ورځو کې نه بلکې په څو ورځو کې لس ملیونه افغانانو په وژلو جګړه ګټلای شي خو داسی نه کوي او خپل فوځونه به ډیر زر په څو میاشتو کې وباسي.


















