دبکا ویب پاڼه: سعودي داماراتو په منځګړیتوب له ایران سره د اړیکو رغول غواړي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)

مشهورې اسراییلۍ ویبپاڼې دبکا خبر ورکړی چې متحده عرب اماراتو او سعودي له ایران سره پټو اړیکو ته دوام ورکړی دی او محمد بن سلمان په جدي ډول له تهران سره پر خبرو غور کوي.

ویب پاڼې دخپلو پټو سرچینو په خبره لیکلي، سعودي د اماراتو په منځګړیتوب هڅې پیل کړي څو له تهران سره اړیکه ټنیګه او له ډپلوماټیکو لارو له دې هېواد سره خپلې ستونزې حل کړي.

سرچینه زیاتوي، امارات او سعودي دې پایلې ته رسېدلي دي چې له ایران سره د سعودي اړیکې د امریکا له اهدافو سره تړاو نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، غواړي له خپلو ګاونډیانو په تېره بیا سعودي سره په هغه صورت کې خبرې وکړي چې د ده په وینا له ایران ضد اقداماتو لاس واخلي.

تردې وړاندې فکرکېده چې سعودي دامریکا له اجازې پرته له ایران سره جوړ جاړی نه غواړي، بلکه دواشنګټن دخوشحالۍ په پار هر راز قربانۍ ته لبیک وایي.

خو داسې ښکاري چې سعودي هم تردې وروسته دخپلو ګتو لپاره دنورو رقابتونه نشي پاللی او دیوې روغې جوړې په لټه کې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button