“داسې محسوسوو چې سهار له خوبه راپاڅیږو او طالبانو حکومت نیولی وي”

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۱زمری، ۱۳۹۸)

وروسته له هغه چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، د طالبانو په اړه هغه فکر چې ګواکې بیا به د حکومت په شکل رانشي، بالکل ختم شوی دی.

په پلازمېنه کابل کې اوس خلک داسې فکر کوي چې طالبان به ډیر ژر د حکومت په سټیج راښکاره شي او د واک واګې به په لاس کې واخلي.

رویټرز خبري اژانس ته په کابل کې مصطفی نومي یوه دکاندار د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرو په اړه خوښي ښکاره کړې او وایي، دوی پوهیږي چې امریکا وتلو ته زیاته په تلوسه کې ده.

مصطفي وړاندې وایي: “اوس داسې محسوسیږي چې یو سهار له خوبه راپاڅېږو او طالبانو به حکومت نیولی وي”

د یادونې وړ ده چې د قطر په دوحه کې نن طالبانو او امریکایانو اتم پړاو مذاکرات پیل کړل او ویل کیږي چې تر ۱۲م اګست پورې به دوام ولري.

ښایي دا د طالبانو او امریکایانو ترمنځ وروستی پړاو مذاکرات وي او له دې وروسته به بین الافغاني خبرې اترې پیلیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button