رنګ یې د سولې وي، خوند یې د فتحې

رنګ یې د سولې وي، خوند یې د فتح
لیکوال: امین وردګ
د سولې او فتحې تر منځ داسې یوه باریکي ده لکه د ټيټال او احترام تر منځ.
د سولې وړاندیز) په جګړو کې( زیاتره وخت د کمزوري جهت له خوا مطرح کیږي او زوروره خوا هېڅکله هم مقابل لوري ته په سولې سره خپل سر نه ټيټوي؛ ځکه چې برلاسې وي او سولې ته اړتیا نه لري؛ مګر په هغه صورت کې سولې ته لېوالتیا ښیي چې خپله ګټه) د جګړې په تناسب( ډېره پکې وویني او دا خپله یو جنګي تاکتیک یا خدعه ده.
نن هم چې د افغانستان معضله د طالبانو او آمریکایانو تر منځ د سولې تر نامه لاندې، د خبرو له لارې حل کیږي دا د امریکایانو یو جګړه ایز تاکتیک دی) خو د سولې په نامه( ځکه چې امریکایان د جګړې په تناسب ډېره ګټه پکې ویني.
خو بالعکس؛ د طالبانو لپاره بیا دغه سوله نه، بلکې فتح ده؛ خو د سولې په نامه.
تاسو لږ ورته ځیر شئ!
په ټولئیزه توګه، تل د جګړو دواړه لوري د ځینو اهدافو لپاره تر ځینو شرائطو لاندې یو له بل سره جنګیږي – جنګیږي، تر دې چې یو لوری )هدف ته تر رسېدو مخکې( د ماتې په درشل ودریږي، نو بیا یو څه نرمي ښکاره کړي او سولې ته یې ورپام شي-بلکې سولې ته اړ کړل شي! – ځکه چې دغه وخت دا لوری د سریښو ډنډ ته د لوېدو په حال کې وي؛ نو دا مهال د بېرته شاته تګ خیال هم ورسره پیدا کیږي او له داسې حالت سره مخ شي؛ لکه یو نوی لامبوزن چې په ژورو او سورورو اوبو کې مخته ښه په جرئت سره حرکت کوي، خو چې کله شاته وګوري نو یو -په یو وارخطا شي او له خولې یې بې واکه چیغه ووزي.
خو بالعکس! مقابل لوری استوار او باحوصله وي، کله چې د خپل دښمن له لوري د سولې وړاندیز ورته وشي؛ نو په مُسکین انداز سره سترګې ورواړوي او د) ښه( په توګه سر ورته وښوروي، ځکه چې دی پوه شي، چې دښمن یې په ماتې خوړلو باندې پوهېدلی دی، اوس د بېرته تګ لپاره لاره برابروي او غواړي چې د جګړې له ډګر څخه لږ په آرامه توګه وسائل او سرونه وباسي، چې دغه حالت ډېری وختونه د یرغلګر لوري وي او یرغل علیه لوری)) لکه ونه مستقیم په خپل مقام وي، که خزان ورباندې ورشي که بهار(( نو ددغه لوري موقف د فاتح او د هغه بل بیا د ماتې خوړونکي دی.
کله چې په جګړو کې دغه حالت رامنځته شي نو ماتې خوړونکی لوری تر خپلو هغو شرائطو تیریږي چې له امله یې جګړه پيل کړې وي او یرغل یې کړی وي.
مګر بالعکس…مقابل لوری) چې فاتح ګڼل کیږي( نه یوازې دا چې په خپلو شرائطو کې نرمي نه ښيي، بلکې لا ورته کلک شي او خپل هدفونه هم ښه کلک په نظر کې نیسي، نو دغه لوری بریالی او هغه بل یې مات بللای شو.
اوس هم د آمریکایانو او طالبانو تر منځ سوله په همدغه محور څرخیږي.
آمریکایان مات شوي او شاته د تګ لپاره آرامه لاره غواړي، نور ټول اهداف یې تر شا کړي، صرف یو هدف لري او هغه دا چې د وتلو پر وخت یې څوک په بوټونو او څپلکو و نه ولي.
اما طالبان بیا کلک په همغو لومړنیو شرائطو ولاړ دي، خپل اهداف یې کلک په پام کې نیولي او) زره لا هم( نه ترې شاته کيږي، ځکه یې فاتحان بللای شو.
مګر هو! که خدای مکړه طالبان له خپلو اهدافو تېر شول)چې هغه د افغانستان خپلواکي، د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام حاکمیت دی( نو بیا فاتحان نه ورته وایو ، بلکې معامله ګر به یې بولو.
امریکایان سولې ته ژمن نه دي، له زړونو او مغزونو یې، یوازې یو الله خبر دی چې دوی تش د)) سولې(( نوم اخلي؛ څه پکې تیریږي؟ فقط مجبور کړل شول ځکه یې نرمي وښوده او څوړ سرونه د سولې میدان ته روان وي؛ مګر طالب مشران بیا په هسکو غاړو او فاتحانه انداز سره د خبرو میز ته ځي ؛ خو بیا هم زه په زغرده سره دا خبره کوم چې امریکایان به هېڅکله هم افغانستان په آرامه پرېنږدي او دا لوی شکست به یې د راتلونکو نسلونو هم هېر نشي، دوی به بیا- بیا هم دا کوښښ کوي چې دلته د جګړې خوګلن مړ نه شي او باید له یوه وړوکي پوکي سره د جنګ لمبې او دودونه آسمان ته وخيژي، نو موږ ته پکار ده چې دغه ښامار یو ګډ دښمن وبولو او دده په ضد سره یو لاس، یوه خوله او یوه قومانده شو.
مشکله نه ده! ټول افغانان، بیا مسلمانان یو! د نژاد له خوا هم سره لیرې نه یو، نو زموږ وحدت ساده خبره ده، خو که د پردیو غلامي او هغوی ته ټيټال له افغانیت او مسلمانیت سره شرم او عار وګنو.
نو خبره دا ده چې فعلاً امریکایان مات او طالبان بریالي ښکاري.
خدایه! تلپاتې سوله مو نصیب او بنیادي دښمن مو مات کړې. آمین



