د امریکا په اوهايو کې وسله وال برید اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۳)

د رسنيو د راپورونو له مخې، د امریکا په اوهایو ايالت کې وسله وال بریدونه شوي چې له کبله يې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سپوتنيک خبري رسنۍ د ځايي سرچينو له قوله ليکلي، چې دغه بريد د یاد ایالت په دیتون ښار کې ترسره شوی زياتوي پوليس سيمې ته رسيدلي او ښايي د تلفاتو شمير اوو تنو ته ورسيږي.

ويل کيږي، بريد کوونکی له سيمې په تيښته بريالی شوی دی.

د Dayton Daily News ويلي چې د دیتون ښار په اورګون سيمه کې یو بل وسله وال بريد هم شوی چې په ترڅ کې يې څو تنه وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، تر اوسه په دې اړه زيات جزیات او کره معلومات نه دي ورکړل  شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ د امريکا تیکساس ایالت کې یوه بريد په یوه سوداګريز مرکز کې په ډزو شل تنه ووژل او شپږويشت تنه نور يې ټپيان کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button