طالب ویاند فراه کې د طالبانو د وژل کيدو په تړاو د کورنيو چارو وزارت ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۳)

د کورنيو چارو وزارت رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د فراه ولايت په مرکزي سيمو کې يې د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو پر مهال سل طالبان وژلي او پنځوس نور ټپيان  کړي دي.

کورنيو چارو وزارت وايي، په وژل شويو کې د طالبانو یو شمير قومندانان هم شامل دي  زیاتوي د هغوی څوارلس بيلابيل ډوله وسایط له منځه وړل شوي او شل ميله وسلې يې دولتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د کورنيو چارو وزارت ادعا رد کړې زياتوي یوازې وړمه ورځ په فراه کې د طالبانو له لوري د دغه ولايت والي له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او نور هيڅ تلفات نه لري: “د دښمن دا ادعا چی په فراه ولایت کی یې ګڼ شمیر مجاهدینوته تلفات اړولي موږ یې په کلکه ردوو بلکه دفراه ولایت کې وړمه ورځ زموږ والي صاحب سره له ۴ تنو په شهادت رسیدلی نور تلفات مو نلرل په دې اړه چی نور هرڅه خپریږي هغه حقیقت نلري”.

فراه د افغانستان په جنوب کې د ايران سره ګډه پوله لري چې د دغه ولايت زياتې برخې د طالبانو ترحاکميت لاندې دي او وخت ناوخت په مرکز کې هم په دولتي نظامي تأسيساتو بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button