سرچینې: دافغان سولې په اړه امریکایي پلاوی پاکستان ته سفرکوي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)

یوشمېر معتبرو سرچینو خبر ورکړی چې راتلونکو څو ورځوکې به یو لوړ پوړی امریکایي پلاوی دافغان سولې په تړاو پاکستان ته سفر وکړي، اوددې هيواد له ځینوچارواکو سره به خبرې وکړي.

سرچینه کاږي، ټاکل شوې داپلاوی نږدې راتلونکو څو ورځو کې په ځینې موضوعاتو دبحث لپاره دې هېواد ته سفر وکړي.

دا چې دغه پلاوی به له پاکستاني لوري سره د سولې پر کومو مواردو خبرې کوي په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې دواړه خواوې به د اړیکو پر لا پراختیا هم بحثونه ولري.

امریکا له پاکستان تمه لري چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي او له دغه هېواده دامریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

ګډحکومت بیا وايي چې پاکستان دوه مخی چلند کوي او لا هم ددغه هېواد پر صداقت شک موجود دی.

داپلاوی داسې مهال دې هېواد ته سفر کوي چې دامریکا اوطالبانو مذاکرات یوې موافقې او پریکړې ته نږدې شوي، هیلې شته چې ژر به دواړه لوري یوه توافق نامه لاسلیک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button