کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳زمری، ۱۳۹۸)
زابل شاجوی کې د هاوان د مرمۍ لګیدو له امله ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
دا هاوان مرمۍ چې پر یوه کور لګیدلې، درې ماشومان او یوه ښځه پکې وژل شوي دي.
ولایتي چارواکو پیښه تائید کړې او پړه یې پر وسلوالو طالبانو وراچولې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ډیری وخت ورته پیښې د امنیتي ځواکونو لخوا ترسره کیږي او پړه یې پر طالبانو وراچوي.
څه وخت مخکې هم په غزني کې دوه ځل د هاوان مرمۍ ولګیدې چې له پلټنو وروسته مالومه شوه چې سیمې ته نږدو امنیتي پوستو وار کړي وو.
په یادو پیښو کې لسګونه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.

















