(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۵)
د هرات په ګذره ولسوالۍ کې طالبانو پر یوه پوځي قرارګاه برید کړی چې د راپور له مخې ديرش اربکيان پکې وژ ل شوي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په کورت سيمه کې يې یوه پوځي قرارګاه په بشپړه توګه نيولې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، په بريد کې د يادې قرارګاه قومندان کرامت په ګډون ديرش اربکيان وزل شوي او د هغوی په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي توکې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
په ګذره ولسوالۍ کې امنيتي سرچينې د محلي پوليسو پر قرارګاه د طالبانو بريد تاييدوي خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
یوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، په برید کې لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې چې یو شمير يې لا هم د جګړې په ځای کې پاتې دي.
په وروستيو کې طالبانو د هيواد په بیلابيلو سيمو کې پر پوځي قرارګاو او نظامي تأسيساتو بريدونه زيات کړي چې په ترڅ کې يې ډیری سيمې د دولت له کنتروله ايستلي دي.


















