(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۵)
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې افغانان تر بل هر وخت سولې ته زيات نږدې شوي او ډير ژر به د سولې هوکړه لاسليک شي.
د سټولټنبرګ په وينا، دا مهال د قطر په مرکز دوحه کې له طالبانو سره د امريکا خبرې ګټورې او مهم پړاو ته نږدې شوي زياتوي چې ډير ژر به یې افغانان د مثبتو پايلو شاهدان وي.
سټولټنبرګ دغه خبرې نن د نيوزيلنډ په وېلېنګټن ښار کې یوې خبري غونډه ته وکړې.
نوموړی وايي، ناټو او ملګري يې په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او د سولې پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تيار دي.
هغه وويل، د دې پر ځای چې ناټو ځواکونه د عملياتو لپاره په جګړه کې ښکيل شي بايد افغان ځواکونه د خپل هيواد امنيت او ثبات لپاره وروزل شي.
نوموړي په داسې حال کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته خوشبيني ښودلې چې دا مهال په افغانستان کې د جګړې ښکيل اړخونه (امريکا- طالبان) د قطر په مرکز دوحه کې په اتم پړاو خبرو بوخت دي.
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون وويل، (زما ډله او د طالبانو استازي به پر تخنیکي جزئیاتو او د څلور برخیز توافق د بریالي پلي کولو پر هغو اړینو میکانیزمونو بحثونو ته دوام ورکړي چې زما له ټاکنې راپدیخوا موږ ورباندې کار کوو. توافق بر دغو جزئیاتو ډیر مهم دی).
یادو خبرو ته نږدې سرچينې وايي، چې طالبانو او امريکا د ځواکونو په ايستلو او د ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړيکو ختمولو پر سر هوکړه شوې، او د ميکانېزم د پلي کولو پر سر خبرې روانې دي.
ښايي د اګست مياشت په وروستيو کې د چین، روسيې او ملګرو ملتونو په شتون کې د دواړو غاړو تر منځ پر هوکړه لاسليک وشي.


















