امريکا او ملګري ملتونه وايي، کشمير کې ښکيل اړخونه دې زغم نه کار واخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۵) 

امريکا او ملګري ملتونه وايي، په کشمير کې راپورته شوې مسئله له نږدې څاري او په ښکيلو غاړو يې د زغم غږ کړی دی.

وروسته له هغې چې هند د جمو کشمير د ایالت لپاره د اساسي قانون ۳۷۰ ماده چې ځينې اختيارونه ورکړل شوي و ختمه کړه، په یاده سيمه کې پوځي فعاليتونو زور اخيستی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټيفن ډوجيرک ويلي،د هند او پاکستان تر منځ کشمير کې پر پوله د پوځي فعاليتونو پر زياتيدو اندېښمن دي، باید ښکیل اړخونه له زغم نه کار واخلي.

همداراز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې پر پوله پوخي اقدامات خطرناک بللي، پر هند او پاکستان يې د زغم غږ کړی دی.

په اعلاميه کې راغلي، چې امريکايي چارواکي په سيمه کې د پوځي اقداماتو څارنه کوي.

هند په جمو کشمير سيمه کې زرګونه اضافي سرتيري ځای پر ځای کړي او پاکستان هم ورته ډول اقدامات پيل کړي چې د یو بل پرضد د پوخي اقداماتو امکان زيات شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button