کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۴زمری، ۱۳۹۸)
ایرانی ولسمشر حسن روحاني د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو په مخ کې خنډ د امریکا لخوا پر ایران د بندیزونو لګول بولي.
روحاني ویلي چې دوی تیار دي ترڅو له امریکا سره رښتونې خبرې اترې وکړي خو په ټکو یې چې دا هیواد باید په تهران وضع کړي بنذیزونه لري کړي.
نوموړي په ډاډ سره وویل چې ایران د امریکا د اقداماتو په وړاندې کلک ولاړ دی او هېڅ رنګه فشار او بندیز ته به سر ټیټ نه کړي.
ده همدا راز ګواښ کړی چې له ایران سره جګړه د جګړې مور ده او په وینا یې چې په ټوله نړۍ کې به جګړې وزیږوي.
روحاني چې په یوه تلویزوني وینا کې یې یادې څرګندونې کولې، په سوله ټینګار وکړ او له ایران سره سوله یې د سولې مور یاده کړه.
د یادونې وړ ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم هماغسې خړې پړې دي او د امریکا لخوا په دې هیواد د بندیزونو لړۍ د تیر په څیر روانه ده.
امریکا د ایران ضد وروستي اقدام کې د دې هیواد د بهرنیو چارو په وزیر جواد ظریف هم بندیزونه ولګول چې ایران یې په وړاندې سخت غبرګون وښود.


















