کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۴زمری، ۱۳۹۸)
شمالي کوریا نن سهار یو ځل بیا یوه راکټي ازموینه کړې او دا کار یې د امریکا او جنوبي کوریا په ځواب کې کړی دی.
د جنوبي کوریا لوی درستیز هم منلې چې شمالي کوریا نن سهار دوه راکټونه له لویدیځو ساحلونو څخه توغولي چې په وینا یې په ختیځو اوبو کې ولویدل.
شمالي کوریا دا ګام وروسته له هغه اوچتوي چې امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات پیل کړي دي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه نامعلوم ویاند ویلي چې دوی دغه راکټونه د جنوبي کوریا او امریکا د ګډ پوځي تمریناتو په ځواب کې ازمایلي دي.
د ده په وینا: “د امریکا او جنوبي کوریا تمرینونو موږ دېته اړ کړو ترڅو د ملي دفاع د یوه حیاتي عنصر په توګه راکټونه جوړ او وازمویو”
د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا وروسته له ډیره وخته یو ځل بیا د توغندیو ازمایل پیل کړي چې د جنوبي کوریا او جاپان غبرګونونه یې راپارولي دي.
ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا تر دې وړاندې راکټي ازموینو په اړه ویلي وو چې دا د اندېښنې وړ نه دي.
د دې نویو ازموینو په اړه تر اوسه ډونالډ ټرمپ کوم غبرګون نه دی ښودلی.


















