کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
داسټرلیایي رسنیو په شمول یو شمېر بهرنۍ رسنۍ وایي چې اسټرلیا غواړي افغانستان کې دخپل پوځ اتلس کلن جنګي جنایات وڅېړي.
دخبرپاڼې د راپور په اساس، دې وروستیو کې د استرالیايي پوځ مهم چارواکي او قضايي کارکوونکي افغانستان ته تللي څو د استراليایي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو له عیني شاهدانو سره وګوري.
څه موده وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې ویلي وو، چې استراليایي ځواکونو په ارزګان او ځينو نورو ولایتونو کې عام وګړي په بې رحمانه توګه وژلي دي.
په راپور کې راغلي وو، چې دغه ځواکونو ان په خوب ویده کسان په لوی لاس په نښه کړي او ګڼ نور جنګي جنایتونه یې هم ترسره کړي دي.
د استرالیا حکومت همغه مهال ویلي وو، چې دغه پېښې به څېړي اوعاملینو ته به یې سخته سزا ورکوي.
اوس رسنۍ وایي چې استراليايي چارواکو ددغه جنګي جنایتونو څېړنه پيل کړې ده، چې ډېر ژر به یې تکمیل اونشر ته وسپاري.


















