کابل: چاودنه د شپږمې امنيتي حوزې پر لومړي قره اول شوې؛ د ډزو غږونه اوريدل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۶)

تيره شپه د کابل ښار په درېيو سيمو کې عمليات شوي چې د امنيتي مسؤولينو په وينا، د کابل ښار بګراميو سيمه کې تر سهاره له وسله والو سره نښته روانه وه او نن سهار پر شپږمې امنيتي حوزې د موټربم چاودنې خبر ورکړل شو.

د ملي امنيت رياست ويلي، په یوه سيمه کې عملیات پای ته رسيدلي او دوهمه سيمه کې لا هم جريان لري.

تر اوسه په یادو عملياتو کې د تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

بل پلو نن سهار نن سهار د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې پر لومړي قره اول موټربم چاودنه شوې چې د عيني شاهدانو په وينا ښايي شپږمې حوزې ته وسله وال ننوتي وي او د ډزو غږونه اوريدل کيږي.

د کورنيو چارو وزارت ویاند هم تاييدوي چې په ياده سيمه کې چاودنه شوې خو په اړه يې دقيق معلومات نه دي ورکړي.

ويل کيږي، د چاودنې ځای ته نږدې د ملي اردو د جلب او جذب یو مرکز هم شتون لري.

تر دې دمه په چاودنه کې د اوښتي زيان په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو ويل کيږي لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې او وسله وال بريد مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button