
څلور نجونې له څلورو هلکانو وساتئ
لیکوال: امین وردګ
دغه څلور هلکان و دغو څلورو نجونو ته داسې څرک وي ته وا فقط ښکاري ماما زرکو او هيلیو ته ناست دی.
پوهېږئ چې دا څور هلکان او نجونې څوک دي!
د ماما زوی – د ماما لور
د عمه زوی – د عمه لور
د خاله زوی – د خاله لور
د کاکا زوی او د کاکا لور
دا هغه قشر دی چې که وغواړي) د سترګو په رپ کې هم( خپل کار کولای شي.
د بېلګې په توګه: د ماما زوی کولای شي چې په ډېره آسانۍ سره د ماما، عمه، خاله او یا کاکا له لورګانو سره د خلوت لپاره تشه پیدا کړي او په یوه زماني مقطع کې خپل هدف تر لاسه کړي.
همدارنګه د کاکا لور هم ) که یې زړه وغواړي( کولای شي چې په ساده او بيړنۍ توګه د کاکا، خاله، عمه او یا ماما له کوم زوی سره سترګې سړې او زړه یخ کړي.
مګر هو! دا ډول خلوتونه هغه مهال رامنځته کیږي؛ چې دغه آته)۸( کسه په مخامخ لیدنو یا ټوکو ټکالو کې مزاحمتونه او خنډونه و نه لري.
د بېلګې په توګه: یو هلک وکولای شي چې له دغو څولور واړو نجونو، یا خو یوه له دوی څخه بې قید او شرطه ولیدلای شي؛ یعنې د خپل کاکا، ماما، عمه او یا خاله کره تګ – راتګ یې مشروط او مقید نه، بلکې آزاد وي.
نه! منې چې سم پوه نشوئ
وایم: که یو هلک د خپل کاکا کره) د مېلمنو د کوټې پر ځای( آزادانه د ننه کور ته ورځي، نو دغه هلک بیا د خپل کاکا له لور سره هر څه کولای شي؛ مګر که دا قید پکې ؤ چې دغه کس شرعاً د کاکا د لور محرم نه دی؛ خبرې او لیدنې یې ورسره حرامې دي، چې باید) د نورو مېلمنو په توګه( مېلمستون ته لاړشي؛ نو دغه د کاکا لور او د کاکا زوی بیا خصوصي خلوتونه بلکل نشي سره کولای.
دلته موږ یوازې د کاکا زوی او لور یاد کړل! نو دغه په هغو نورو… شپږو کسانو ورقیاسوو؛ چې هغه د ماما، عمه او… لورانې او زمن دي.
تاسو درانه لوستونکي یې له خپلو کورنیو پیل کړئ، ویې څارئ او ښه فکر پکې وکړئ!
اوس ووایاست! آیا ریښتیا همداسې نه ده؟
ووایاست چې؛ هو… همداسې ده.
تاسو یقین وکړئ! همدغه آته کسان دي چې بداخلاقۍ سره کولای شي.
نو که غواړئ چې لورانې او زمن مو خراب او بدرنګ نشي، دغه حیواني دود ختم کړئ او دا آته کسان؛ یو یې د هغه بل خپل مه بولئ، بلکې له پردیو یې هم پردي وګڼئ! ځکه چې تاسو کله پردی مېلمه خپل کورته ننباسئ)هغه مهال چې مېلمستون مو نه وي ( نو هغه مېلمه خوارکی له ډېرې حیا او وېرې څخه سترګې لا کښته اچوي او کوټې ته ننوزې؛ هغه هم په داسې حال کې چې هم به یې کوربه تر مخ وي او هم به دوه درې واره ټوخی کوې؛ نو څرنګه به اخلاقي ضرر درته و رسولای شي؟
اما دغه څلور لېوان بیا ستا کور ته په کړس کړس خنداګانو سره ننوزي.
وګورئ! لورانې او خورانې مو ولې هر وخت تلوسه کوي او غواړي چې ددغو څلورو لېوانو کورونو ته لاړې شي او هلته) ستاسو له وېرې لیرې( څو خوږې شپې وکړي!
بالعکس! ولې ستاسو ورېرونه، خوریونه، د خوښینې زامن او یا د اوښي زامن وخت – ناوخت) کله په یوه او کله په بله بهانه( ستاسو کورونو ته درځي؟ هغه هم مازدیګر) چې شپه وکړي( او یا غرمه) چې ګرمي تېره کړي( اما تاسو ړانده او پوچ مغزي بیا هم نه پوهېږئ چې دوی ښکارزن دي او ستاسو په کورونو کې یې ښکار لیدلی! .
ګورئ وروڼو او خویندو! اولادونه مو حق درباندې لري چې عزت او عفت یې داغي نکړئ، سمه ده! دوی به هم غواړي خو هغوی نن په لېونۍ دوره کې دي او نه پوهیږي، تاسو خو پوهېږئ کنه!
او اې! د خدای خاطر وکړئ له دغو بدمرغو ټلیفونو سره مو هم لږ پام کوئ! کله چې تاسو خپل تلیفون چارج ته کېږدئ نو لږترلږه خو یې نیم ساعت په کوټه کې اېږدئ؟ په دغه وخت کې هم ستاسو لورانې د خدای بلا کارونه کولای شي.
تاسو خو ویده یاست او یامو نورو غمونو مغزونه لاندې کړي او ګنګس کړي یې یئ، مګر لورګانې مو خپل ښکار کوي نور غمونه نشته ورسره، که یې نه منئ هغه خپل د مجردۍ وخت مو دریاد کړئ!
په پای کې دغه دوې نورې هم واورئ!
ورېنداره چې یوازې په موټرسیکل له لېور سره چسپه) کناټي او ورانونه سره نښتي( سپریږي؛ نو زه خو وایم چې مېړه یې دې و دغه ورور ته ورطلاقه کړي.
او بله یې د کاکا د لور، لور ده! چې خلک یې خورځه بولي او هغه هم ماما ورته وایي؛ خو نه – نه! دوی ښه سمه عاشقي هم سره کولای شي.
نور مو له الله نه زما سره پردې غواړم وروڼو او خویندو، خفه نشئ!



