ملا برادر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۶زمری، ۱۳۹۸)

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې له ملا برادر اخوند سره تللي هیئت په ازبکستان کې د کوربه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او په هر اړخیزو مسائلو ورسره غږیدلي دي.

“په دغو لیدنو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب، مثبتو اړیکو، متقابل درناوې او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکاریو په دوام ټینګار شو.”

ویل کیږي دغه طالب پلاوی به د اختر په لومړی ورځ بیرته قطر هیواد ته ستون شو او له هغه وروسته نورو هیوادونو ته هم د هغوی په غوښتنه سفرونه لري.

ممکن طالبان د خپلو سفرونو په لړ کې ترکیې او پاکستان ته هم ولاړ شي.

تر دې وړاندې طالبانو چین، روس، ایران او اندونیزیا هیوادونو ته هم سفر کړی او هلته یې د کوربنو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button