کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ناټو یوځل بیا دطالب او امریکایي لوري مذاکرات مثبت بللي، اوافغان ملت ته یې دسولې دراتګ خوشخبري ورکړې.
ناټو زیاته کړې، افغانستان کې ددوی د حضور هدف دا دی، څو دا هېواد یو ځل بیا دوی ته سرخوږی جوړ نه کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي ناټو او امریکا په افغانستان کې سولې ته نږدې شوې ده او غواړي ځان ډاډمن کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي.
د سټولټنبرګ په خبره ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کړې ده او هلته به خپلې لاس ته راوړنې ساتي.
نوموړي تر دې وړاندې هم په واشنګټن کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي وو، چې افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي.
دده په خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ ګتورې خبرې روانې دي او ډېر ژر به د سولې یوه باوري او ډاډمنه هوکړه رامنځ ته شي.
داپه داسې حال کې ده چې دواړه لوري دامهال په اتم پړاو مذاکراتو بوخت دي، یوشمېر سرچینو خبر ورکړی چې ټول موضوعات وروستي او اوس یې په میکانیزم، یعنې عملي کیدوبحث روان دی.


















