خلیلزاد ته د ذبیح الله مجاهد توند غبرګون

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۶زمری، ۱۳۹۸)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډاکټر زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته له غصې ډک غبرګون ښودلی دی.

زلمي خلیلزاد تیره ورځ ویلي وو چې د بین الافغاني مذاکراتو له رانږدې کیدو سره سم باید طالبان له “تشدده” تیر شي.

خلیلزاد د کابل د تیرې ورځې برید سخت غندلی وو او د طالبانو لخوا دا برید په ملکیانو د زور او زیاتي په مانا بولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن تر دې “خلیلزاد ته به ووایو چې ښاغلیه!” عنوان لاندې د خلیلزاد په ځواب کې یو ټویټ وکړ چې نوموړی یې پکې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو عملیاتو او بمباردیو ته متوجه کړی وو.

مجاهد خلیلزاد ته لیکلي، ظاهر داسې ښکاري چې تاسو یواځې د طالبانو د برید پر مهال له خوبه راویښیږئ او په ټکو یې چې ستاسو په قاموس کې لکه چې فقط د طالبانو پوځي عملیاتو ته تشدد ویل کیږي.

“خلیلزاد ته به ووایو چې ښاغلیه!
آیا تشدد یوازې د طالبانو برید ته ویل کیږي، که د امریکایي ځواکونو لخوا په ملکیانو بمبار، ډرون حملې او شپني عملیات، د هاوان ړانده وارونه او نور جنګي فجائع هم د تشدد په کټه ګورۍ کې راځي؟”

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د ملي اردو په یو مرکز د طالبانو برید تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د طالبانو د ادعا له مخې چې په برید کې مرګ ژوبله ټوله دولتي کسانو ته اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button