کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۷زمری، ۱۳۹۸)
د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند محمد حنیف اتمر د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم لغوه اعلان کړ.
حنیف اتمر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نوموړی په راتلونکو ټاکنو باور نه لري او په ټکو یې د ټاکنو پر روڼوالي شک لري.
حنیف اتمر لیکلي چې افغانان په دې وخت کې په یو سخت حالت کې قرار لري نو په وینا یې ده ته په داسې وخت کې تر ټاکنو سوله ډیره مهمه ده.
تر دې وړاندې ځیني راپورونه وو چې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم کې اختلافات رامنځته شوي، چې له همدې امله یې تر اوسه کمپاین هم نه وو پیل کړی.
د یادونې وړ ده چې ډیری افغانان په ټاکنو باور نه لري او تر ټاکنو سوله ډیره غوره او لومړیتوب ورکوي.


















