کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالوطالبانو وروستیو ګنګوسو او ددوو ګاونډیو هیوادو ترمنځ پیداشوي کړکیچ ته غبرګون ښودلی، او ترې غوښتي یې دي چې پیدا شوی کړکیچ ژر تر ژره په سولییز ډول حل کړي.
طالبانو نن دیوې اعلامیې په ترڅ کې په هندي کشمیر کې پر روان وضعیت خواشیني څرګنده کړې ده او له دواړو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دا مسئله له معقولو او سوله ییزو لارو چارو حل کړي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، داسې راپورونه خپاره شوي چې په کشمیر کې بېړنی حالت نافذ دی او هلته مېشت مسلمانان له بد وضعیت سره مخ دي.
دوی د جګړو ترخو تجربو ته په کتو پر هند او پاکستان غږ کوي چې زغم ولري او خپله ټوله هڅه وکړي تر څو په یاده سیمه کې له تشنج څخه کار وانخلي اودا قضیه دامن په فضاء کې حل کړي.
په اعلامیه کې راغلي، دوی د اسلامي همکارۍ سازمان، ملګرو ملتونو او ذېدخلو سازمانونو غوښتنه کوي چې په کشمیر کې د بې ثباتي مخنیوي کې خپل رغنده رول ولوبوي.
اعلامیه کاږي، د کشمیر مسئلې ته د ځینو کسانو له لوري له افغانستان سره تړاو ورکول کېږي خو دا مسئله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او افغانستان نباید د پردیو د سیالیو ډګر وګرځي.
تیره ورځ پاکستاني چارواکو په خپلو څرګندونو کې دافغانستان اوکشمیر مسئله یو له بل سره تړاو لرونکې بللې وه، خونن طالبانو داڅرګندونې بې اساسه یادې کړې.


















