کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)
پاکستان هند ته وروسته له هغه یوځل بیا ګوتڅنډنه کړې چې دې هېواد ترخپلې ولکې لاندې کشمیر له هر اړخیزو حقوقو بې برخې، اوهلته یې خپل زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل.
پاکستان هند ته په خطاب مې ویلي، چې که هر څه کوي ودې کړي خو د ۲۰۱۹ کال د فبروري ۲۹مه باید له یاده ونه باسي.
دا هغه ورځ وه چې پاکستان د هند یوه الوتکه را وغورځوله او هندی پیلوټ ابي نندن یې ونیو چې وروسته یې بیا خوشي کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، لومړي وزیر عمران خان پاکستاني پوځیانو ته د هند د غیر قانوني ګامونو پر ضد د هرې ممکنې لارې د اختیارولو امر کړی دی او هند ته یې خبرداری ورکړی دی چې تر هر ګام مخکې باید ډېر فکر وکړي.
هغه زیاته کړې، دوی مسلمانان دي او د ویري هیڅ توری یې په قاموس کې وجود نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې له خلکو نیمه خپلواکي اخیستي او دې سیمې ته یې د ممکنه لاریونونو کنټرول لپاره زرګونه سرتېري لېږلي دي.
پاکستان ددې کړنو په غبرګون کې له یاد هېواد سره سفارتي او سوداګریزې اړیکې ځنډولې دي، هندي سفیر ته یې دوتو اوخپل پوځ ته دتیارسئ امر کړی.


















